Русские видео

Сейчас в тренде

Иностранные видео


Скачать с ютуб What is Depression? ژورخپګان یا دیپریشن څه ته وايي؟ в хорошем качестве

What is Depression? ژورخپګان یا دیپریشن څه ته وايي؟ 1 месяц назад


Если кнопки скачивания не загрузились НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу страницы.
Спасибо за использование сервиса savevideohd.ru



What is Depression? ژورخپګان یا دیپریشن څه ته وايي؟

دا ویدیو کلیپ د "پالنې ‍پیډاګوژي" آنلاین کورس یوه برخه ده، چې د درخت دانش اکاډمۍ لخوا وړاندې شوی. د درخت دانش وړیا آنلاین کورسونو ته د لاسرسي لپاره، مهرباني وکړئ لیدنه وکړئ: https://darakhtdanesh.org/ ژور خپګان څه ته وایی؟ ژور خپګان يوه رواني او جدي ناروغي ده، چې ستاسو پر کړنو، احساساتو او چلند منفي اغيزه کوي. له نېکه مرغه دا ناروغي د درملنې وړ ده. ژور خپګان د اندېښنو لامل ګرځي او ستاسې څخه هغه علاقه او لېوالتيا اخلي، چې پخوا به مو د يو فعاليت په ترسره کولو سره خوښي ترلاسه کوله. دغه ناروغي کيداى شي، چې د بېلابېلو جسمي او رواني ستونزو لامل شي او يو کس ونه شي کولاى، چې په کور يا کاري ځاى کې خپلې چارې په ښه توګه ترسره کړي. د ژورخپګان نښې نښانې ممکن له لږو څخه ډېرو ته واوړي او پر ژور خپګان د اخته کس په اشتها کې بدلون راشي، له منظم خوراکي رژيم پرته ېې وزن زيات يا کم شي، بې خوبي يا ډېر خوب وکړي، د ملامتۍ يا کم ارزښتې احساس وکړي، سالمه فکر ونه شي کړاى، سمه پرېکړه هم نه شي کولاى او بلاخره د ځان وژنې فکرونه وکړي. د ژور خپګان ناروغي د سم تشخيص لپاره حد اقل بايد، همدا نښې نښانې تر دوه اوونيو پورې دوام ولري. کيداى شي، نور روغتيايي حالتونه لکه د تيروٸيد ستونزې، د مغز تومور يا د ويټامينونو کموالى هم پر ژور خپګان د اخته کيدو لامل شي. پر همدې بنسټ اړينه ده، چې د عمومي روغتيا لاملونه ونه منٸ او په ټوله کې اضطراب يا ژور خپګان د رواني اختلال هغه ډول دى، چې د درملنه ېې شونې ده. له اتيا څخه تر نوي سلنه پورې پر ژور خپګان اخته کسان غواړي، چې درملنه ېې وشي. څنګه د دې ناروغۍ نښې نښانې راکمې کړو؟ منظم ورزش د مثبو او ښو احساساتو لامل ګرځي او کولاى شي، چې ستاسې د خوشالۍ لامل وګرځي. پر دې سربېره کافي او منظم خوب، په ښه توګه د خوراکي رژيم نيول او تر څنګ ېې له ناوړه الکولي موادو څخه ډډه کول هغه څه دي، چې د ژور خپګان د مخنيوي لامل ګرځي.

Comments