Русские видео

Сейчас в тренде

Иностранные видео




Если кнопки скачивания не загрузились НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу страницы.
Спасибо за использование сервиса savevideohd.ru



آیا طالبان به پر ښوونیزو مرکزونو محدودیتونه لا ډیر کړي؟

د طالبانو د پوهنې وزارت په یوې نوې پریکړه کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر امر ثاني پورې هغه محلي ټولګي تړلي چې د یونسیف او نورو تعلیمي موسساتو له لوري جوړ شوي او تمویلیږي. طالبانو لا دمخه په ټول افغانستان تر شپږم ټولګې پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. طالبانو څو ورځې وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو هم بندیز ولګوه. ملګري ملتونه وايي که طالبان ېې دې ته قانع نه شول کړای چې ښځو ته په مرستندويه سازمانونو کې د کار اجازه ورکړي، نو آماده دي چې په مې مياشت کې له افغانستانه د وتلو «زړه بوږنوونکی» تصمیم ونیسي. ولې طالبانو د دغو ښوونځیو د تړلو پریکړه وکړه؟ څومره ماشومانو په دغو ښوونځیو کې زدکړې کولې؟ ستاسې په سمیو کې څومره محلي ټولګي فعال دي؟ دا اونۍ د پخلاېنې خپرونه کې د پوهنې وزارت پخواني سلاکار اتل ځدران او په هلمند کې د پاڅون کلیوال وړیا ښوونځي بنسټ ایښودونکي عبدالقدیر پاڅون سره پر همدې موضوع بحث کوو. خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان پر وخت پر ۳:۳۰ بجو چې د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ بجې کیږي، په ژوندۍ بڼه پر دویچه ویله پښتو فیسبوک پاڼه او یوټیوب چينل خپریږي. تاسې هم کولی شئ چې خپلې پوښتنې د تبصرو په برخه کې زموږ سره شریکې کړئ.

Comments